ټام ويسټ: له افغانستان سره دې د مرستو لړۍ نه بندېږي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تام وېسټ په ازبکستان کې له رسنيو ته ویلي، چې دوی له افغانستان سره د مرستو او همکاریو د دوام ملاتړ کوي.

د ويسټ په وینا له دغه هېواد سره دې مرستې نه بندېږي او په دې بهیر کې دې خنډ نه رامنځته کېږي ځکه ژمی راتلونکی دی او میلیونونه کسان په دغه هېواد کې له لوږې سره مخ دي.

ویسټ دغه راز ټینګار وکړ چې له افغان لوري سره به خبرې روانې وي او دا خبرې به د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو پر لارو چارو هم کېږي.

نوموړي زياته کړی، چې هېڅ بهرنی هېواد پر افغانانو خپل نظریات نه تحمیلوي خو افغان لوری دې نړیوالو قوانینو ته درناوی او د هغو رعایت نه هېروي.

Back to top button