ټام ویسټ د قطر لومړي وزیر او پخوانیو افغان چارواکو سره لیدلي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د قطر د لومړي وزیر ترڅنګ د افغانستان له یو شمېر سیاسي مشرانو، مدني ټولنې غړو او پخوانیو چارواکو سره ناسته کړې ده.

ویسټ پرخپله  ټویټر پاڼه لیکلي چې د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره یې په دوحه کې ولیدل. هغه زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې یې د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي، قطر د امریکا یو له مهمو متحدینو څخه دی او دامریکا د ګټو لپاره د هغوی ملاتړ مهم دی. ټام ویسټ وایي، دواړه هېوادونه د افغانانو ملاتړ او د دوی له حقوقو څخه دفاع کوي.

هغه له یو شمېر افغان مشرانو او ځایي چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو د خبرو اترو لپاره دوه ورځې مخکې د قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې په سفر روان شوی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button