ټام ویسټ د افغانستان په تړاو له پاکستاني چارواکو سره ناستې او خبرې کړي

پنجره ورځپاڼه: د کابل لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وايي، په پاکستان ته یې د خپل دوه ورځني سفر پر مهال د هغه هېواد له چارواکو سره ناستې او خبرې اترې کړي دي.

ويسټ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، له لوی درستیز، جنرال سید عاصم منیر، د کابل لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان او د بهرنیو چارو وزارت له معین، اسد مجید خان سره پر افغانستان او نورو مسایلو تاسې او خبرې اترې وکړې.

ياد امريکايي ديپلومات ویلي، چې په دغو کتنو کې یې پر تروریزم، امنیتي وضعیت، د نړیوال اتحاد پر اړتیا او د ط البانو د هغو فرمانونو پر خطرناکو عواقبو خبرې وکړې چې له مخې یې حیاتي مرستو ته د میلیونونو افغانان لاس‌رسی او تعلیم اغېزمن شوی دی.

ټام وېست لیکلي، چې افغان مېرمنو سره یې هم کتلي او د دوی انتقادي غوښتنې او نظریات یې هم اورېدلي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button