ټام ویسټ په قطر، اماراتو او ترکیې کې له افغان مشرانو سره ګوري

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې هېوادونو ته په سفر روان شوی، چېرته چې به نوموړی د دغو هېوادونو چارواکو او مېشتو افغان مشرانو سره پر وروستیو حالاتو خبرې او بحثونه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا ځانګړي استازي د قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې په سفر روان شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې هغه به د اپریل تر ۱۸مې پورې په یادو هېوادونو کې له ځایي چارواکو او هلته له میشتو افغانانو سره لیدنې کتنې وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې توماس ویسټ به په قطر، اماراتو او ترکیې کې له افغان مدني ټولنې مشرانو، افغان سوداګرو ، افغان سیاسي مشرانو، ژورنالیستانو، د بشري حقونو مدافعانو او فعالانو سره هم وګوري.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ تر دې وړاندې هم یادو هېوادونو ته سفرونه کړي او له افغان خواوو سره یې لیده کاته کړي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button