کابل کې نننۍ چاودنې لسګونه کسان وژلي دي

د کابل ښار د ۱۳مې امنيتي حوزې اړوند، دشت برچي سیمه کې په یوه ښوونیز مرکز کې د نننۍ چاودنې  ۴۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. 

د طالبانو د کابل امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، د کابل په لوېدیځ دشت‌ برچي سیمه کې د «کاج» په نوم پر يوه ښوونیز مرکز د برید له کبله تراوسه ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

د نوموړی زياتوي، دغه مرکز ته نن سهار یو‌ شمېر زده‌کوونکي د کانکور آمادګۍ ازمایښتي ازموینې لپاره ورغلي وو، چې د برید پرې ترسره شوی دی.

تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې د ياد برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

Back to top button