نن په کابل کې د کانکور ازموينه پيلېږي

د ازموينو ملي ادارې د خپاره شوي د اعلان له مخې ټاکل شوې، چې نن پنجشنبه د تلې ۲۱مه کابل کې د کانکور ازموينه واخيستل شي. 

د ازموينو ملي ادارې ليکلي، چې پلازمېنه کابل کې به د کانکور ازموينه دوه ورځې (نن او سبا ورځ) دوام وکړي.

دغې ادارې همداراز ويلي، چې په لومړي پړاو کې د هېواد په ۳۳ ولايتونو کې د روانې تلې مياشتې ترتيب سره په ۱۴, ۱۵ او ۱۶ د کانکور ازموينه تنظيم شوې وه او په برياليتوب سره پای ته ورسېده.

Back to top button