وسله‌والو سره په نښته کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي

پنجره ورځپاڼه: پاکستاني رسنۍ د خپل پوځ له قوله وایي چې د خیبر پښتونخوا په کُرمې ايجنسۍ ولسوالۍ کې يې د وسله‌والو سره په جګړې کې درې پوځيان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنيو ویلي، چې په په دې جګړې کې دوه جنګیالي هم وژل شوي دي. ځایي خبریالانو د سيمې اوسېدونکو له قوله ویلي چې دا پېښه نن جمعه سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه، چې یو شمیر وسله والو د دې هېواد د پوځ په يوې پوستې برید وکړ او درنه مرګ ژوبله یې واړوله.

تر دې دمه هېڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نه ده کړې، خو تر دې وړاندې د ورته پېښو مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخيستی دی.

Back to top button