درې ډوله منفي فکرونه او مفکورې
درې ډوله منفي فکرونه او مفکورې
لیکوال:نجیب احمد عزیزي
ښایي ځینې کسان له دغو دریو غلطو فکرونو له یوه سره مخ وي یا به یې پر شخصیت، کار، انګېزه و ژوند مستقیم او نامستقیم اغېز کړی وي. اکثره وروسته پاتې ټولنې؛ ځینې کورنۍ له دې ستونزې خالي نه دي، مثلاً که یوۀ ماشوم ته د هغه د څېرې یا چلند له زاویې منفي نوم اخیستل کېږي لکه توره! ګوډه! کوڼه، ګونګیه، ګردیه، اوږده ړنګه، جوړنګو، پنډته، خېټو… دغسې نومونه بدبختانه لا زموږ په کلتور کې له کالونو راهیسې شته چې د هغو کسانو چلند؛ د ځان او نورو پر وړاندې منفي فکر یې خورا تر اوسه لا زیات دی.
یو ماشوم/نجلۍ که له دغسې نومونو سره رالوی شي، د شخصیت وده به یې هماغسې ټیټه پاتې وي، یا که هر څومره ښکلی/ښکلې شي له وړکتوبه چې یې کوم منفي نوم د بدن پر یوه برخه ايښودل شوی وي، د دوی له زاویې به ځان هماغسي ټیټ ورته ښکاري. که یې چلند په ځوانۍ کې هرڅومره ښه شوی هم وي، دوی به د ماشومتوب له ناسم نومه متاثر او ممکن سلوک یې بیا هم منفي وي.
د پښتني ټولنې بله ناسمه ښکارنده هرڅه خوښۍ و لاسته راوړنې په تېر پسې تړلې ګڼي، ځکه دا خبره هر چاته روښانه ده چې پخوا زمانه، تېر وخت ډېر ښه و، که دغه خبره په بله ټولنه کې وشي مثلاً د لوېدیځ بانډ د هېوادونو وګړي له دغسې مفکورې سره بېخي اشنا نه وي یا یې له اوسني ژوند و خپل ځواک چې په حال کې ډېره ګټه ترې واخلي دغه مفکوره سرچپه وبولي.
په تېر پسې ارمان که له یوې خوا ټنبلې ته یوه بهانه ده، بلکې له کلونو راهیسې یې زموږ ژوند او د پرمختګ مخه خنډ کړې. د ځان لپاره یې یوه هېښناکه پېښه بولو چې په کار، فکر او د ژوند په ډول کې یو څه تغییر راولو، خو که د کلتور یو لوری داسې شي چې په لوی لاس ځوان قشر زوړ تقلید ته اړ کړای شي، یانې دوی باید د عمرخوړلیو کسانو په څېر هرڅه په کراره وغواړي؛ نو د دوی کاري انرژي صفر کېږي، د ژوند انګېزه یې ختمېږي، اړتیاوې یې راټیټېدای شي، په وړو وړو څیزونو پسې ارمان یې ژوند تریخ و رامحدودوي، مثلاً تربورګلوۍ، په وړه پوله و پټي یو بل توهینول او بدۍ؛ په کورنۍ کې جنجال ماشوم، پېغله و ځوان ته د مشرانو مبالغوي و تر حد زیات نصحیت همداسې که یوه وړه تېروتنه وکړي په رټلو او سپکولو کې یې هم زیاتی کوي، ښایي ګناه یې دومره غټه نه وي؛ مګر په تحقیرولو یې هغه له ژونده بیزاره کېږي. دا هر څه زموږ له منفي مفکورې چې له یوې خوا یې ژوند را تریخ کړی، دغسې یې زموږ په کورني او ټولنیز کلتور کې ريښې غځېدلې، ممکن په فردي او ټولنیز لحاظ زموږ خلک ترې اغېزمن وي، خو مهارت دا دی چې هر سړی یې ژر درک کړي او له هغه لومړی د خپل خلاصون لاره ځان ته پیداکړي.
بل منفي لوری د سادومازوخیزم مفکوره ده چې دا هم زموږ په یوه کلتور بدله شوې، که چېرته انسان خپل شخصي ژوند منظم او انرژي و نه ساتي لومړی په سادیزم اخته کېدای شي، د دې اغېز کورنی ژوند او د فرد خپلې کړنې متاثیر کوي، ښایي د خپل نامنظموالي له امله مېرمن، بچیان او تر لاس لاندې کار کوونکي و رټي، یا د ستونزو د تېښتې لپاره یوه شېبه خومار ښه وګڼي، مثلاً د وخت نه ټاکنه، په خوب کې زیاتوالی، د سهار له خوا ناوخته پاڅېدل، په جنسي اړیکه کې افراط چې زیاته انرژې مصرفېږي او په مقابل کې بېرته انسان سمدستي ډېرې انرژې اخیستلو ته اړتیا پیداکوي، خو که ډېروالی پکې وي او د اقتصاد لېول ټیټ وي، هرومرو به مېرمن و خاوند ژوبلېږي، تر وخت وړاندې به زړېږي، له یوې خوا به یې ماشومان دومره زیات وي چې په جامه، خواړو و روزنه پسې یې حیران وي، له بل لوري سل چارې یې نورې دغسې بې نظمه پاتې وي؛ نو دا ټولې کورنۍ ستونزې یې د سادیزم په ناروغۍ اخته کوي. کله چې د کوم انسان ټولې بې نظمۍ سره را یو ځای او کارونه یې دربله شي، ځان ځورېدنه مفکوره پیل شي، ورو ورو په مازوخیزم واوړي، مثلاً که بهر چاته یوه خبره کوي، غواړي د خپلو ستونزو له زاویې ټول هېواد له مشکلاتو ډک وبولي؛ نو که دغسې مفکوره په کلتور کې ننوځي، یوازې ستونزې به وینو، نه د وتلو لار.
ښایي د شتمنو، ځواکمنو ټولنو کلتور د ژوند او کار په هکله په بېله مفکوره ولاړ وي، که چېرته ستونزه مخې ته ورته راځي یا یې بیانوي، د مشکل تر بیانولو یې د هغه د هوارولو زیات فکر ورسره او د حللارې هلې ځلې یې کوي.