نيمروز کې درې انساني قاچاقبران نیول شوي

طالبانو په نيمروز ولايت کې درې تنه انساني قاچاقبران د ايران پر پوله نيولي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د نیمروز د سرحدي پولیسو د دریمې حوزې امر محمد ابراهیم هیواد رسنیو ته ویلي، چې یادو کسانو د خپلو معلوماتو پر اساس هره شپه سلګونه کسان په مهارت سره له هېواده بهر قاچاق کول.

د هیواد په خبره، نیول شوي قاچاق وړونکي له مسافرو سره د نیمروز مرکز ته وړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د نیمروز مسوولین وایي، چې دوی هره ورځ هڅه کوي څو له هیواد څخه پر قاچاقي لارو د تلوونکو کسانو او قاچاقبرانو مخه ونیسي.

 

Back to top button