غزني او بدخشان کې جلا جلا چاودنو درې ناشومان وژلي

پنجره ورځپاڼه: د بدخشان سیمه ییزې سذچینې وايي، چې د دغه ولایت په تګاب کشم ولسوالۍ کې د لاسي‌بم د چاودنې له کبله اووه ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سرچینې وایي، د تګاب کشم ولسوالۍ په شهید کان کلي کې یوه ډله ماشومانو باندې لاسي بم چاودېدلی، چې دوه تنه یې وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

ویل کېږي، چې ماشومانو دا لاسي‌بم د ایسکریم اخیستلو لپاره کباړي ته ور وړی و او هغه مهال یې چاودنه کړې چې شاوخوا ترې ګڼ شمېر ماشومان راټول شوي وو. بلخوا د غزني ولایت، په واغز ولسوالۍ کې د یوه لاسي بم د چاودنې له کبله یو ماشوم ساه ورکړې ده. ویل کیږي، دا پېښه پرون ورځ د غزني په واغز ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې څو ماشومانو په ناچاوده سرګلوله لوبې کولې.

د دې چاودنې له کبله د پنځو ماشومانو په ګډون شپږ کسان ټپیان شوي چې یو له هغوی یو تن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی. د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم په کندهار او لوګر کې د سرګلولو د چاودنو له په پایله کې درې ماشومان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button