فراه کې د هاوان مرمۍ د چاودېدو له امله درې ماشومان وژل شوي

د فراه امنیه قوماندانۍ په دغه ولایت کې د هاوان یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله د درې ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د فراه د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر په یوه استول شوي خبرپاڼه کې ويلي، چې دا درې ماشومان د ياد ولایت د مرکز اړوند په عسکراباد سیمه کې له جګړې د پاتې ناچاودې هاوان مرمۍ د چاودنې له امله وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، یاده مرمۍ هغه مهال چاودلې چې ماشومانو پرې لوبې کولې.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم وخت‌ناوخت د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د ناچاودو مرمیو د چاودنو له امله ګڼ‌شمېر کسانو، په تېره ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

Back to top button