کندهار کې د ماین چاودنې له امله دریو ماشومانو ژوند بایللی

پنجره ورځپاڼه: د کندهار ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د ماین چاودنې له امله درې تنه ماشومانو خپل ژوند بایللی دی.

سرچینې وایي، چې دا پېښه پرون د کندهار ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د حاجي عزيز په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه ماشومان دوه وروڼه او يوه خور وه او په يوه نوي جوړ شوي کور کې یې، له يوې زړې ناچاوده مرمۍ سره لوبې کولې،چې چاودنه پرې وشوه.

څو ورځې وړاندې په ميدان وردګو ولايت کې هم د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او دوه نور ټپيان شول.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ورته پېښې تل د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند اخلي.

ظاهر څراغ

Back to top button