زرګونه افغانان له مرګ سره مخ دي

پنجره ورځپاڼه: د امریکا د بندیزونو له کبله ممکن زرګونه افغانان له مرګ خطر سره مخ شي.

د ټروټ په نامه یوې امریکايي ورځپاڼې په خپله یوه مقاله کې ویلي چې د امریکا بندیزونو او میلیاردونو ډالرو کنګل کېدلو د افغانستان عامو وګړو ته ډېر تاوان رسولی.

سرچینه زیاتوي چې دا مهال په افغانستان کې کاروبار نشته دی، روغتيايي مرکزونه له سقوط سره مخ دي، ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي او زرګونه کسان په دې هڅه کې دي چې له دغه هېواده ووځي.

په راپور کې راغلي له همدې امله دا ویلی شو چې د امریکا بندیزونه به په افغانستان کې بشري ناورین پراخ کړي او په دغه هېواد کې به د زرګونه کسانو د مړینې او له مرګ سره د مخ کېدو سبب شي.

تر دې وړاندې نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم په يو راپور کې له امريکا څخه د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې وه.

ظاهر څراغ

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button