ټوماس ویسټ یو وار بیا د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی

پنجره ورځپڼه: د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ یو وار بیا په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د زده کړو د دروازو پر پرانیستلو ټینګار کړی او وایي چې دا د بشري حقونو موضوع ده.

ښاغلي ویسټ په واشنګټن کې د ایټالیا سفارت یوې جوړه شوې غونډې ته چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون په کې یو شمېر دیپلوماتانو هم ګډون درلود، ویلي چې د افغانستان او د افغانستان د نفوس پر نیمايي برخه تمرکز باید وساتل شي.

طالبانو افغانستان له واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته تر امر ثاني پورې د ښوونځیو دروازې وتړلې، ورپسې یې د ښځینه محصلینو لپاره د پوهنتونونو دروازې هم بندې کړې، چې نږدې د یوه نیم کال له تېرېدو وروسته هم د ګڼ شمېر افغانانو، بشري حقونو او ښځو حقونو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې له پرلپسې غوښتنو سره سره نه دي پرانیستل شوې.

ظاهر څراع

Back to top button