ټوماس ویسټ اته ورځينی سفر پيلوي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازي ټوماس ويسټ په يوه تازه ټويټ پيغام کې ويلي چې نن ورځ جاپان، هند او عربي متحده اماراتو ته به خپل اته ورځينی سفر پيل کړي.

هغه ليکلي، چې د ډسمبر له لومړۍ تر اتمې نېټې پورې په خپل دغه سفر کې به له خپلو نړيوالو شريکباڼو سره د افغانستان د وضعيت په تړاو بحثونه او خبرې وکړي.

نوموړی زياتوي، چې د بشري مرستو د دوام ډاډمنولو او له بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو له زده کړو څخه ملاتړ د هغه د سفر مهمه اجنډا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو ځانګړي استازي توماس ويسټ تر دې وړاندې هم د دغه هېواد په تړاو د خبرو لپاره ځينو هېوادونو ته سفرونه کړي وو.

Back to top button