توماس وېسټ: په افغانستان کې امريکا او پاکستان ګډې ګټې موجودې دي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی په خپلې يوې تازه مرکه کې ويلي، چې له پاکستاني چارواکو سره یې د  افغانستان په تړاو خبرې کړي او په دغه هېواد کې د دواړو هېوادونو ګډې ګټې موجودې دي.

همداراز د امریکا ځانګړي استازي ويلي، چې دوه اونۍ وړاندې يې اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال له ځایي ملکي او پوځي چارواکو سره ګټورې هم خبرې کړې دي.

ویسټ زياته کړې، چې په دې کتنه کې یې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په تړاو خبرې او بحثونه کړي دي.

د هغه په وينا، پاکستان د امریکا يو له مهمو همکارو څخه دی او دواړه هېوادونه به افغانستان کې په ګډه په بېلا بېلو برخو کې کار او همکاري کوي.

د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ويلي، چې پاکستان او امریکا د هغو ترهګرو ډلو په هکله اندېښنه لري، چې د اسلام اباد له لوري پرې بندیزونه لګول شوي او په وینا یې، د ټي ټي پي وروستي بریدونه د پاکستان لپاره یوه ستره ننګونه ده‌.

Back to top button