توماس نيکولسن: افغانانو سره زموږ بشري مرستې دوام لري

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسون ويلي، چې د نړۍوالو بنسټونو له لارې به افغانانو سره د اروپايي ټولنې بشري مرستې دوام ولري. 

هغه د خوړو نړۍوال پروګرام د وروستي ټويټ پيغام په خپرولو سره ويلي، چې اروپايي ټولنه به د نړۍوالو مؤسسو له لارې افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام راپور خپور کړی و، چې اروپايي ټولنه به په افغانستان کې د بازارموندنې وړ مهارتونو د رامنځته‌کولو او پراختیا، دغه راز د خوړو له کموالي سره د مبارزې په برخو کې مرسته وکړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل خپاره شوي راپور کې ویلي، چې د اروپايي ټولنې مرستې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې ۴۲۷ زره کسانو ته رسېدلې دي او دوی ژمن دي، څو د ژمي په رارسېدو سره لرې پرتو سيمو کې اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

له دې سره جوخت ملګرو ملتونو او ګڼ‌شمېر نورو نړۍوالو مرستندویه بنسټونو هم افغانستان له هر اړخیز کړکېچ سره مخ بللی او ټینګار یې کړی، چې  طالبان د دغه ناورين د هواري لپاره کومه لېوالتيا نه لري او يا هم یې هم پر وړاندې بې تفاوته دي.

Back to top button