توماس نيکولسن: افغانان له سخت ژمي او اقتصادي بحران سره مخ دي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکولسن د اروپايي پارلمان د بهرنیو چارو کميټې په يوې غونډه کې د ګډون پر مهال ویلي، چې په دې وروستيو کې افغانان له سخت ژمي او اقتصادي بحران سره مخ دي. 

هغه همداراز ويلي، چې تر دې دمه له افغانستان سره د شویو ژمنو پر اساس د مرستو لپاره له پنځوس سلنې کمه بودیجه راټوله شوې او چمتو ده.

له دې سره جوخت د خوړو نړۍوالې ادارې هم څو ورځې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې له هرو لسو تنو څخه نهه تنه د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي او هلته کورنۍ نه شي کولای، څو خپلو اولادونو ته لازم خواړه برابر کړي.

Back to top button