روان کال کې سېلاوونو د ۲۵۰ کسانو ژوند اخيستی

اوچا وايي، چې روان کال په افغانستان کې د سختو اورښتونو او سېلاوونو د سلګونو کسانو ژوند اخيستی دی.

اوچا يا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر په يو ټويټ کې ويلي، چې روان ۲۰۲۲م کال په افغانستان کې د سختو اورښتونو او سېلاوونو له کبله ۲۵۰ کسان مړه شوي دي. دغې ادارې همداراز ويلي، چې د سېلاوونو له کبله تر زرو ډېر کسان اغيزمن شوي دي.

اوچا زياتوي، چې ملګرو ملتونو او شریکانو یې له ۸۵ زره سېلاوځپلو سره د خوراکي توکو، خېمو، روغتیایي خدمتونو، اوبو، د حفظ الصحې کیټونو او نورو ضروري توکو بېړنۍ مرستې کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف په یوه ټویټ کې د ازبکستان له حکومت او د سورخون دریا له والي مننه کړې چې، د ترمز له لارې یې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي دي.

دغه راز الاکبروف ويلي، چې د ترمز د مرستو له مرکز څخه هره ورځ په شلو واګونونو کې لومړنۍ مرستې افغانستان ته لېږدول کېږي.

Back to top button