حج او اوقافو وزارت: سږکال له هر حاجي ۴۱۳۰ډالر اخیستل شوي

د طالبانو د سرپرست حکومت د ارشاد حج او اوقافو وزارت مسوولین وایي، چې سږ کال یې د حج مراسمو لپاره له هر حاجي څخه 4130 ډالر اخیستل شوي.

د یاد وزارت مسوولین زیاتوي، چې له مستثنا کسانو پرته د ټولو پیسو شمېر څه باندې 53 میلیونه ډالر شوي دي، چې بیرته د حاجیانو په خدمت 46 میلیونه مصرف شوي دي.

هغوی دغه راز زیاتوي، چې اوس یې د پاتې پیسو د ورکړې غونډه نیولې، چې د هر حاجي 515 پاتې ډالر به ورکړل شي او د ولایتونو حاجیان کولای شي خپل ولایت کې د حج او اوقافو له وزارت څخه پیسې تر لاسه کړي.

سږ کال ۵۸۲۱۳ زره افغانانو د حج د فریضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي وو.

Back to top button