افغانستان سره دې مرستې زياتې شي

د بشري حقونو د څار نړۍ‌واله ټولنه وايي، چې افغانستان سره باید بشردوستانه مرستې زياتې شي.

د‌ بشري حقونو د څار نړۍوالې ټولنې په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې په افغانستان لوږه او غربت ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې ده او په وینا یې د نړۍوالو ټولنو جدي مرستو ته اړتيا ده.

دا څرګندونې د یادې ټولنې یوې غړې هېدر بار په يوې تازه مرکه کې کړي او ټينګار کړی، چې د افغانستان نوي حکومت او نړۍوالې ته په کار ده، څو د اقتصادي ودې لپاره په ګډه کار وکړي او روان بشري ناورین پای ته ورسوي.

همداراز د بشري حقونو د څار نړۍوالې ټولنې ویلي، چې د افغانستان بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږې او نړۍوال مرستندویه بنسټونه دې د ژمي تر را رسېدو مخکې د خلکو اړتیاوې پوره او ستونزې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام هم ويلي و، چې په افغانستان بشري ناورين ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې دی، دوی د خوړو له کموالي سره مخ دي او نړۍوال مرستندویه بنسټونه دې ورسره همکاري وکړي.

Back to top button