هند کې د یوه بس د چپه کېدو په پایله کې ۱۳ تنه وژل شوي

پنجره ورځپاڼه: هندي رسنۍ وایي یو مسافر وړونکی بس چې د موسیقۍ یوې ډلې غړي په کې ناست وو، د دې هیواد په لویدیځ کې د لویې لارې څخه اوښتی او یوې ژورې کندې ته لویدلی دی.

د دغه هېواد خبري سرچینو ویلي چې په دۍ پېښه کې ۱۳ تنه مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي. سرچینو زساته کړې، په بس کې ډیری سپاره کسان د یوې موسیقۍ د ډلې غړي و چې د پوني ښار څخه ممبۍ ته په یو نندارتون کې د ګډون لپاره روان وو.

خو ورته مهال ویل شوي، چې تراوسه د بس د چپه کېدو لامل  نه دی څرګند شوی؛ خو پولیسو بیا ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي. له دې سره جوخت د هند صدراعظم نریندرا مودي په دۍ پېښه خواشینې ښودلې او په کې د مړو او ټپي شویو کسانو د کورنیو غړو سره یې د نغدو پیسو مرستو ژمنه کړې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button