Trending

د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې تېره ورځ او شپه پرلپسې څو ځلې زلزله شوې

پنجره ورځپاڼه: سیمه ییزې رسنۍ وايي، چې د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې تېره شپه او ورځ پرلپسې نهه ځلې زلزلې شوې ده.

بلخوا د برمل او زېړوک ولسواليو يو شمېر اوسېدونکو هم رسنیو ته دا پېښه تائيد کړې، چې تېره ورځ او شپه څو ځلې په ياده ولسوالۍ کې زلزلې رامنځته شوې دي.

د روان کال په اوړي کې هم د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ او د خوست ولايت ځينو سيمو څو ځلې زورورې زلزلې وشوې، چې له کبله يې سلګونه کسان ووژل شول او تر دوو زرو ډېر د استوګنځي يې ونړول.

Back to top button