د سومالیا پلازمېنه کې مرګوني بریدونه شوي

سي ان ان خبري شبکه وايي، چې د سومالیا پلازمېنه موګادیشو کې د دوو جلا موټر بم چاودنو په پایله کې تر سلو زیات کسان مړه او تر ۳ سوو زيات نور ټپیان شوي دي.

ياده سرچينه وايي، چې لومړۍ چاودنه د سومالیا د پوهنې وزارت ته نږدې شوې او دویمه چاودنه هغه مهال شوې چې، پوليس او ګڼ خلک د دغې پېښې د قربانیانو د مرستې لپاره راټول شوي وو.

د سرچينې په وينا، له دې چاودنو وروسته په موګادیشو کې روغتونونو ډاکترانو له خلکو غوښتي، چې د پېښو ټپیانو لپاره وینه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پنځه کاله پخوا هم په همدې ځای کې د موټر بم چاودنې له امله لږترلږه پنځه سوه کسان وژل شوي وو.

Back to top button