ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ سوله وشوه

په ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ ۴۰ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه او تر منځ یې سوله وشوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې،د طالبانو د سرپرست حکومت ‏د ننګرهار ولايت ولايتي چارواکو، علماء کرامو او قومي مخورو په حضور کې د يوې غونډې پر مهال د دې ولايت د اقتصاد رئيس مولوي امين الله او بهرام ګل کورنيو ترمنځ څلويښت کلنه دښمني، چې پر مهال يې له دواړو کورنيو څخه دوه تنه وژل شوي په دوستۍ بدله شوه.

له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د هغو کورنیو تر منځ سوله شوې چې کلنو یې په خپلمنځي دوښمنۍ درلودلې.

په افغانستان کې اکثره کورنۍ د خپلمنځي دوښمانۍ له امله خپل اولادونه له لاسه ورکوي.

Back to top button