د جاپان د لومړي وزیر غونډې ته نږدې چاودنه شوې

پنجره ورځپاڼه: د جاپان رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر (فومیو کیشیدا) په ټاکنیزه غونډه کې، د هغه وینا ځای ته نږدې، چاودنه شوې ده.

رسنیو راپور ورکړی چې چاودنه نن شنبه (اپریل ۱۵مه)، د دې هېواد په (واکایامای) ښار کې، د کیشیدا د ټاکنیزې وینا پر مهال شوې ده.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د جاپان لومړي وزیر وینا لیدو ته څو سو کسانو ګڼې ګوڼې ته چاودیدونکي توکي وغورځول شوي او له هغې وروسته یوه لویه چاودنه شوې.

ویل شوي، چې په دې پېښه کې د جاپان لومړي وزیر ته زیان نه دی رسېدلی، خو له چاودنې وروسته د سیمې خلک وېرېدلي او شاوخوا ته خواره شوي دي.

د جاپان امنیتي چارواکو ویلي، چې دوی د جاپان له هیوګوی ښار څخه یو ۲۴ کلن سړی، د دې چاودېدونکو توکو د غورځولو په تور نیولی او پلټنې ترې روانې دي.

له پېښې وروسته کشيدا په يوه بل ځاى كې په خپلو خبرو كې وويل: «مونږ بايد اجازه ورنه کړو چې دا چاودنه د ټاكنو بهير ګډوډ كړي. موږ باید له تاسو ټولو سره یو ځای ټاکنو ته دوام ورکړو.»

تر اوسه د دې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

په جاپان کې اوس مهال منځمهاله ټاکنې روانې دي، چې یو نوماند یې فومیو کیشیدا دی.

دا له یوه کاله په کمه موده کې، د جاپان پر لوړ پوړو چارواکو دوهم برید دی. تر دې مخکې د جاپان پخوانی لومړی وزیر (شینزو ابې)، د تېر کال په جولای میاشت کې، په یوه ټاکنیزه غونډه کې، د وینا پر مهال، د یوه سړي له خوا په ډزو ووژل شو.

ظاهر څراغ

Back to top button