Trending

د خیبرپښتونخوا ایالت پېښور ښار کې چاودنه‌ شوې

پنجره ورځپاڼه: پاکستاني رسنۍ وايي، د خیبرپښتونخوا پېښور ښار پولیس لاینز سیمه کې په یوه جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۹۰ تنه ټپیان شوي، خو د مړينې کره شمېره لا نه ده معلومه.

د سرچينو د راپورونو له مخې دا چاودنه نن ماسپښین د لمانځه پر مهال د جومات دننه شوې ده او ګڼو خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچېنې د روغتیايي مسوولین له قوله وايي، لا هم ټپيان روغتونونو ته وروړل کېږي او د ځينو يې روغتايي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی. بلخوا پاکستاني پولیسو ویلي، چې د جومات یوه برخه نړېدلې او ګومان کېږي چې څو کسان تر خاورو لاندې شوي وي.

Back to top button