د کابل خيرخانه سيمه کې چاودنه شوې

د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند د صديقيه په نوم جومات کې د ماښام لمانځه پر مهال چاودنې شوې، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

يوې باوري سرچينې پنجره ورځپاڼې ته ويلي، چې د کابل ښار د اوولسمې ناحیې د سر کوتل سيمې  صديقيه جامع جومات کې په لمونځ کوونکو برید شوی، چې له کبله یې د جومات ملا امام په ګډون تر شلو زيات مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د سرچينې په وينا، د يو شمېر ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندیښنې وړ دی او ممکن د مړينې کچه تر دې هم لوړه شي.

بلخوا په کابل کې د طالب سرپرست د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پېښه منلې، خو په اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي‌.

له دې سره جوخت، په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په خپل رسمي ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې په اوولسمې ناحیې کې له چاودنې وروسته دوی ته ۲۷ کسان انتقال شوي دي، خو د کره مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه دي خپاره کړي.

د ايمرجنسي روغتون د معلوماتو له مخې، په لیږدول شویو کسانو کې پنځه ماشومان هم شامل دي.

په تېرو څو ورځو کې افغانستان د سختو بريدونو شاهد دی، چې له امله ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو طالب سرپرست حکومت لا هم د خلکو لپاره د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلی.

Back to top button