څو شېبې وړاندې کابل کې چاودنه شوې

څو شېبې وړاندې د کابل ښار په دارالامان سیمه کې چاودنه شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، څو شېبې وړاندې د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د چاودنه شوې ده.

خو یو شمېر سرچینېو بیا خبر ورکړی، چې چاودنه د کابل ښار دهمزنګ سیمه کې رامنځته شوې ده.

تر دې مهاله د یادې چاودنې د مرګ ژوبلې او څرانګوالي په تړاو کره معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کابل امنیتي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په کابل کې یاده چاودنه په داسې مهال رامنځته شوې چې نن طالبانو په کابل او ولایتونو کې واک ته د رسېدو لومړۍ کالیزه نمانځله.

Back to top button