Trending

کابل کې چاودنه شوې

د کابل ښاره په دشت برچي سیمه کې چاودنه شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې د کابل ښار د دشت برچي اړوند سیمه کې قوي چاودنه شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې یاده چاودنه د برېښنایي تذکرو د وېش په یوه شعبه کې رامنځته شوې ده.

ویل کېږي د دغه چاودنه د موټرسیکل په واسطه شوې ده، خو تر دې مهاله د یادې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل کې بریدونو او چاودنو زور اخیستی دی.

Back to top button