Trending

کابل کې چاودنه شوې

د کابل ښار پل سوخته سیمه کې چاودنه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، څو شیبې وړاندې د کابل ښار په پل سوخته سیمه کې په یوه ټونس موټر د ماین چاودنه شوې ده.

تر دې مهاله د یادې چاودنې کره معلومات نشته، خو عیني شاهدان وایي، چې په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام هم په کابل ښار کې پر ملکي وګړو د ماین چاودنه شوې او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

Back to top button