Trending

کابل کې چاودنه شوې ده

څو شیبې وړاندې د کابل په لویدیځ کې چاودنه شوې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کابل امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې څو شیبې وړاندې د کابل ښار د سرکاڼو په سیمه کې چاودنه شوې، چې له امله یې دوه کسات وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

هغوی زیاتوي، چې دا چاودنه په یوه کراچۍ کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

عیني شاهدان بیا وایي، چې له چاودنې وروسته د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کابل کې چاودنو او بریدونو زور اخیستی دی.

Back to top button