Trending

د هرات ګذرګاه جامع جومات کې چاودنه شوې

سيمه ييزې سرچینې وايي، چې د هرات ولایت په ګذرګاه جومات کې درنه چاودنه شوې او ګڼو خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرچینو په خبره، د دې جومات خطیب مجیب‌الرحمن انصاري هم د چاودنې پر مهال جومات کې و.

سرچینې زياتوي، چې مجیب‌الرحمن انصاري په‌دې چاودنه کې وژل شوی دی.

مولوي مجيب الرحمن انصاري د تېر جمهوري نظام سرسخته منتقد او د طالبانو کلک پلوی و.

هغه به وخت ناوخت په تېر جمهوري نظام کلکې حکومت نیوکې کولې.

طالب سرپرست حکومت بيا د يادې پېښې په تړاو تر دې دمه څه نه دي ويلي او همداراز کومې ډلې يې مسوولیت هم نه منلی.

Back to top button