پکتيا کې د جلغوزيو پر سر جنجال شوی

د پکتیا ځايي رسنۍ وايي، چې د دغه ولايت جاني خېلو ولسوالۍ کې دوه کليوالو د جلغوزیو پر سر شخړه کړې او پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له پکتيا څخه يوه سيمه ييزه سرچينې پنجره ورځپاڼې ته ويلي، چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې د دغه ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د جلغوزیو د غوټو پر سر جګړه شوې ده، چې له امله یې د دواړو خواوو یو یو کس مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

سرچينه وايي، چې لومړی د دواړو خواوو ترمنځ د جلغوزيو غوټو پر سر لفظي شخړه رامنځته شوه، چې وروسته يې پر يو بل د وسلو ډزونه وکړل او پنځه تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

سرچينه د پکتیا ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عمر بدري له قوله د پېښې تاييدولو ترڅنګ ليکي، چې مرګ ژوبله یوه لوري ته اوښتې ده.

Back to top button