سوډان کې د دوو قبيلو ترمنځ نښته رامنځته شوې

سوډان کې د دوه قبیلو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې له امله یې نږدې ۲ سوه کسانو خپل ژوند بايللی دی. 

سوډاني رسنۍ د خپل هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکوي، چې د دې په سوډان په سویل النیل الازرق سیمې درې کلیو کې د هاوسا او بارتا په نوم قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر خونړۍ نښتې رامنځته شوې او په پایله يې نږدې ۲ سوه تنه وژل شوي دي.

د ود سیمه ییزې شورا اجرئیوي مشر الماحي عبدالعزیز الامین ویلي، چې ځیني مړي لا تر اوسه نه دي خښ کړل شوي او پر مرستندویه بنسټونو یې د مړو خښولو برخه کې د مرستې غږ کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، د روان اکتوبر میاشتې په لومړیو کې النیل الازرق سیمه کې لږ تر لږه ۱۴۹ تنه وژل شوي او ۶۵ زره نور له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

Back to top button