خوست کې د دوو قومونو ترمنځ نښته شوې

پنجره ورځپاڼه: د خوست سيمه ييزې سرچينې وايي، د دغه ولایت په دوه منده ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د غره په سر له تېرې ورځې راهیسې وسله‌واله نښته روانه ده، چې له امله يې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

سرچينې وايي، دا پېښه د «شینکۍ» په سیمه کې «بیکیو او بیرخېلو» دوو قومونو ترمنځ رامنځته شوې چې مرګ، ژوبله يې هم رامنځته کړې؛ خو په وينا یې دا مهال سیمه کې نښته درېدلې؛ خو وضعیت غير نورمال ښکاري.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د جګړې یوه غاړه د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکي دي او له دوه مندو ولسوالۍ ځايي خلکو سره یې له تېرو څو کلونو راهیسې د غره په سر قومي ستونزه رامنځته شوې ده.

د هېواد جنوبي ولايتونو په ځانګړي ډول د خوست ولايت په يو شمېر سيمو کې وخت ناوخت د ځینو قومونو ترمنځ د ځمکې، غرونو او ځینو نورو ټولنیزو مسایلو په سر شخړې زیاتې شوي، چې مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.

ظاهر څراغ

Back to top button