د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې

پنجره ورځپاڼه: سيمه ييزې سرچینې وایي، چې له شاوخوا ۸ ساعتونه راپدیخوا د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ سخته نښته روانه وه، خو اوسمهال درېدلې ده.

پنجرې ورځپاڼې ته د سيمه ييزو رسنيو د رالېږل شويو معلوماتو له مخې، د دواړو لوریو ترمنځ جګړه نن یکشنبه د ماسپښين د ۱:۳۰ بجو په شاوخوا کې پیل شوه او تر شاوخوا ۸ ساعتونو پورې یې دوام وکړ، چې دمګړۍ د دواړو خواوو ترمنځ درېدلې ده. 

سرچينې زياتوي، چې په دې جګړه کې دواړه لوريو له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستی دی.

سرچينو د پکتیا د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر نصیراحمد رحماني له قوله خبر ورکوي، چې د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ پر فرضي کرښې له شوې جګړې څخه یو جسد او همداراز یو ټپي ياد روغتون ته ور وړل شوي دي. ويل کېږي، چې وژل شوی او ټپي دواړه ملکي وګړي دي.

د يادونې ده، چې له څو ورځو راپدیخوا د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ وخت ناوخت نښتې رامنځته کېږي.

Back to top button