په هرات کې د ښځو او نجونو په رواني ناروغیو شمېر کې زیاتوالی راغلی

پنجره ورځپاڼه: د هرات د ساحوي روغتون د رواني ناروغیو د څانګې مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې د رواني ناروغیو د ناروغانو د شمېر کچه لوړه شوې ده.

دوی وايي، چې د رواني ستونزو نږدې ۸۰ سلنه ناروغان ښځې او نجونې دي. د دغه روغتون د رواني څانګې ناروغان د خپلې ناروغۍ لامل اقتصادي ننګونې او د طالبانو بندزیزونه تاوتریخوالی بولي. په هرات کې د ښځو او نجونو په رواني ناروغیو.

بې روزګارۍ او بې وزلۍ زیاتوالی، نا امیدي، د نجونو لپاره د پوهنتونونو او ښوونځیو بندېدل د رواني ناروغیو اصلي لاملونه بلل کېږي.  ډاکټران خبرداری ورکوي چې د دغه وضعیت په دوام سره به په هېواد کې د رواني ستونزو د ناروغانو شمېر څو برابره زیات شي.

دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو بيا ځلې واک ته تر رسېدو وروسته، پر ښځو له زده‌کړو نيولې تر کار پورې محدودیتونه وضع شوي او په کوردننه او بهر يې د خلکو توند غبرګونونه راوپارولي دي.

Back to top button