Trending

کابل ښار کې چاودنه شوې ده

د کابل اوسېدونکي د دغه ښار په خیرخانې کوتل سیمه کې د چاودنې خبر ورکوي.

کابل ښاریان وايي، چاودنه د چهارشنبې په ورځ سهار ۹ بجې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې کوتل په سیمه کې شوې ده.

تر اوسه د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه کره معلومات نشته، خو طالبانو یوې سرچینې ته ویلي چې په یاده چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې نن طالبانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو کلیزه لمانځله.

Back to top button