د نړۍ تر ټولو بوخت هوایي ډګر

د ترکیې د استانبول ښار نړۍوال هوایي ډګر د اروپا تر تر ټولو بوخت هوایي ډګر نومول شوی.

د بهرنيو رسنيو د د اروپا یورو کنټرول يا د هوايي چلند خوندیتوب سازمان د معلوماتو له مخې ويلي، چې د ترکیې استانبول ښار نړۍوال هوايي ډګر څخه د اګست میاشتې له ۲۴مې تر ۳۰مې نېټې پورې په منځني ډول هره ورځ د ۱۳۱۰ الوتنې ترې شوي. همداراز ياد سازمان ويلي، چې د استانبول نړۍوال هوايي ډګر په اروپا کې تر ټولو بوخت هوایي يادېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اروپا ډېری هوايي ډګرونه د ۲۰۱۹ کال راهيسي د خپلو فعاليتونو ټاکلو اهدافو ته په رسېدو کې پاتې راغلي، خو د معلوماتو له مخې د استانبول هوايي ډګر د خپلو الوتنو شمېر ۲ سلنه ډېر کړی دی.

همداراز د هوايي چلند خوندیتوب سازمان ويلي، چې د پاریس شارل دوګل، فرانکفورت، اسخیپول امسټردام او لندن هیټرو هوايي ډګرونو هم استانبول تعقيب کړی دی.

Back to top button