سرګي لاروف: نړیوال دې طالب حکومت سره له تعامل کار واخلي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یو ځل بیا ویلي چې نړۍ باید د افغانستان له نوي حکومت سره له تعامل څخه کار واخلي.
هغه په یوه تازه مرکه کې زیاته کړې چې د طالبانو له سرپرست حکومت سره د نړیوالو تعامل به د افغانستان او نړۍ، دواړو په ګټه وي.
نوموړی زیاتوي، چې له طالب حکومت سره د تعامل د نه کولو په صورت کې له ترهګرۍ سره مبارزه سختيږي او ښايي چې له دغه هېواده يو ځل بيا نړۍ ته ګواښونه پېښ شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ روسیې په خپل هېواد کې د طالبانو د حکومت لومړي ډیپلوماټ ته اعتبار لیک ورکړ.