د روغتیا نړۍوال سازمان روغتيايي خدماتو کې ښځو ونډه مهمه ګڼي

پنجره ورځپاڼه: د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، خلکو ته د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې د ښځینه کارکوونکو کار په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې ډېر زيات مهم دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان ادارې په خپل ټویټر کې په هېواد کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کار قدردانی کړی، چې افغانانو ته د روغتیايي خدماتو په رسولو کې یې قرباني ورکړې ده.

ياده اداره دا غوښتنه داسې مهال کوي، چې طالبانو تېره میاشت په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، چې دې موضوع سخت غبرګونونه راوپارول. له دې سره ګڼو غیردولتي سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه یا تر یوه حده، یا هم په بشپړ ډول وځنډول.

ظاهر څراغ

Back to top button