د خوړو نړۍوال پروګرام په سمنګان کې له ۵ سوه کورنیو سره مرسته کړې ده

پنجره ورځپاڼه: د سمنګان سیمه ییزې رسنۍ وایي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام له نږدې ۵ سوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.د سرچینو په وینا، د خوراکي توکو دغه بستې د دغه ولايت د ٨٦ سيمه ييزو شوراګانو غړو ته سپارل شوې دي.

په خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، دال، د ماشومانو لپاره غذايي مواد او مالګه شامله ده، چې د خوراک نړيوال سازمان له لوري په سمنګانو ولايت کې اړمنو کورنيو ته ورکړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې د دغو مرستو د وېش بهیر له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې په سمنګان ولایت کې پیل شوی دی. د خوړو نړۍوال پروګرام ادارې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې څه باندې شپږ زره کورنیو ته خوراکي توکي او نغدې مرستې وېشلې دي.

ظاهر څراغ 

Back to top button