کابل ښار کې د طالبانو او وسلوالې داعش ډلې جګړه پای ته ورسېده

د طالبانو وياند ذبېح‌الله مجاهد وايي، د کابل په اتمه امنیتي حوزه کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای د عملیاتو پرمهال شپږ داعشیان وژل شوي او دوه نور یې ژوندي نیولي دي.

هغه په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دې عملیاتو کې  د دوي يو عسکر هم وژل شوی او یو بل یې ټپي دی.

د خبرپانې پر بنسټ، طالبانو بېګاه شپه ناوخته لومړی د کابل ښار ختیځ کې عملیات کړي او وروسته یې د داعش دوه غړي ژوندي نيولي دي.

د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې له لومړي عملیاتو وروسته د طالبانو عسکرو د کابل په اتمه امنیتي حوزه کې د داعش ډلې د غړیو پر یوه پټن‌ځای هم عملیات کړي چې په پایله کې یې شپږ داعشیان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د داعش ډلې یادو کسانو د کابل په وزیرمحمد اکبرخان جومات او پر کاج ښوونیز مرکز په شویو بریدونو کې لاس درلود.

Back to top button