د امريکا سنا مجلس له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل څيړي

پنجره ورځپاڼه: د امریکا سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دغې کمېټې د راتلونکې اونۍ په استماعیه غونډه کې به دوه لوړپوړي پوځي چارواکي له افغانستان څخه په بیړې د امریکایي پوځیانو د وتلو په هکله وضاحت ورکړي.

ټاکل شوې ده چې لومړۍ غونډه د کب ١۷ جوړه شي او فرانسيس کيو هوانګ او ډيويډ سکاټ مان دوه لوړپوړي چارواکي به په دې غونډه کې له افغانستان څخه د وتلو په اړه وضاحت ورکړي.

دوی دواړو له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو په وتلو کې مهم رول لوبولی او اوس به د امریکا سنا مجلس په ځانګړې توګه جمهوري غوښتونکو ته چې غوښتل یې دا موضوع وڅېړي، وضاحت ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو مذاکره کوونکي ډلې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹مه د دوحې تړون لاسلیک کړ او د تړون له څلورو برخو څخه یوه یې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو وتلو ته ځانګړې شوې وه.

له دې نیټې وروسته د امریکايي ځواکونو تدریجي وتل پیل شول او د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۲۹مه بشپړ شول او اسلامي امارت د افغانستان له پخواني حکومت سره له خبرو او تفاهم پرته واک په لاس کې واخیست.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، د مخکيني ولسمشر اشرف غني وتل، د جمهوري ریاست او د افغان پوځ سقوط او کابل ته د طالبانو ننوتل هغه مسایل دي، چې له ۱۸ میاشتو وروسته هم په بشپړه توګه نه دي څېړل شوي؛ خو اوس ويل کيږي چې د امریکا د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکي به په سنا کې د دغو مسلو په پټو اړخونو بحث وکړي او د امريکايي پوځيانو د وتلو په هکله وضاحت ترلاسه کړي.

ظاهر څراغ

Back to top button