د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني سیال سره غږېدلی

د پاکستان او امريکا د بهرنيو چارو وزيران د افغانستان په وضعيت غږېدلي دي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بيلنکن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري سره د افغانستان په اوسني وضعيت غږېدلی دی.

هغه ليکي، چې په دې ټيلفوني مکالمه کې يې افغانانو سره پر بشردوستانه مرستو او همکاریو ټينګار کړی دی.

نوموړي همداراز ويلي، چې له پاکستاني سيال څخه یې غوښتي، څو افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په رسولو کې پوره همغږي او همکاري وکړي

د يادونې ده، چې پاکستان تر دې وړاندې ويلي و، چې امريکا دې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي او اجازه دې ورکړل شي، څو د دغه هېواد اقتصاد په خپلو پښو ودريږي.

دغه راز پاکستان د خبرداري په توګه ويلي و، چې د افغانستان خراب اقتصاد کولای شي ټولې سيمې ته ګواښونه رامنځته کړي.

Back to top button