امریکا د افغانستان د کنګل شوې شتمي لپاره صندوق اعلان کړ

‏امریکا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ۳.۵ میلیارده ډالرو د ساتلو او مصرفولو لپاره د (افغان فنډ) په نوم ځانګړی صندوق اعلان کړ.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به ۳.۵ میلیارد ډالر د افغان فنډ په نوم یوه نوي جوړ شوي صندوق ته وسپاري.

یاد وزارت وایي، چې دا صندوق د امریکا او سویس حکومتونو او د یو شمېر افغان اقتصادي کارپوهانو له لوري جوړ شوی دی، چې دافغانستان ۳.۵میلیارده ډالر به په کې ساتل کېږي او د همدې صندوق له لارې به مصرفېږي هم.

واک ته د طالب سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته د امریکا په بانکونو کې د افغانستان شتمني د امریکا د ولسمشر جو بایډن په امر کنګل شوې وه، چې تر اوسه نړۍوالو او طالب سرپرست حکومت له امریکایي حکومت څخه په وار وار د ازدولو غوښتنه کړې ده.

Back to top button