Trending

امریکا په کابل کې د ډرون برید تاید کړ

امریکا وایي، په کابل کې یې د ډرون په هوایي برید کې د القاعده شبکې مشر یامن الظواهري وژلی دی.

د سپینې ماڼۍ په قول د القاعده شبکې مهم مشر د کابل په زړه شېرپور کې چې له ارګ څخه درې سوه متره واټن لري د تېرې یک شنبې په ورځ د امریکايي ډرون په برید کې وژل شوی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه ویډیو بیانه کې د ډرون دغه برید منلی دی، او زیاته کړې یې دی چې د دوی دغه برید په بریالۍ توګه ترسره شوی چې په کې نوموړی کس وژل شوی دی.

بل خوا د امریکا اسوشېټېډ پريس اژانس هم د سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې کابل کې تېره يکشنبه د امریکا د بې پیلوټه ډرون الوتکې په حمله کې د القاعده شبکې مهم مشر ايمن الظواهري وژل شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه میاشت وړاندې ملګرو ملتونو راپور خپور کړی و چې د القاعدې مشر ژوندی او په افغانستان کې فعال دی.

طالبانو د امریکا یاد برید په دوحه کې د دوی تر منځ له شوي تړون څخه سرغړونه بللې ده.

 

Back to top button