امريکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د ښځو کار بنديز په تړاو د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندلې

پنجره ورځپاڼه: امریکا، ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې په غيردولتي مؤسسو کې د طالبانو له لوري پر ښځینه کارکوونکو د کار بندېز په هکله په غبرګون ښودلی او ویلي دي، چې دا کار د افغانستان  بشري مرستې له خطر سره مخ کوي.

د دې غبرګونونو په دوام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د غيردولتي مؤسسو ښځینه کارکوونکو د کار بندیز په تړاو د طالبانو وروستۍ له افغانستان څخه د ښځو له منځه وړلو کې یو بل ناوړه ګام بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا  فرمان ډېرو اړمنو افغانانو ته خواړه او طبي پاملرنې له خطر سره مخ کوی. ياد‌ وزارت زياته کړې، چې دا ګامونه به له نړۍ سره د طالبانو پر اړیکو د پاموړ اغېز ولري.

طالبانو تر وړاندې د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه چې په ملي او نړۍواله کچه یې د خلکو توند غبرګونونه راوپارولي دي.

Back to top button