امريکا له اوکراین سره درې میلیارده ډالره مرسته کوي

امریکا وايي، چې اوکراین ته د جګړې لپاره د درې میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي مرسته ور کوي.

امریکايي رسنۍ د خپل هېواد ددفاع وزارت یا پنټاګون د تازه اعلان له مخې وايي، چې له اوکراین سره به درې میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي مرسته وشي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې مرسته کې د اوکرایني پوځيانو روزنه، وسلې او تجهیزات او د ځینو پرمختللو توغندیو ورکول شامل دي.

امريکا دا مرسته داسې مهال اعلانوي، چې تر دې وړاندې يې استخباراتي ادارې خبرداری ورکړی و، چې ښایي روسیه د اوکرایني حکومت پر ودانیو بریدونه پيل کړي.

ورسره جوخت يې په اوکراین کې خپلو مېشتو وګړو ته امر کړی، چې ژر تر ژره له دغه هېواد ووځي، ځکه هره شېبه هلته د جګړې د شدت امکان ډېر دی.

Back to top button